ټرمپ يې ولې نه مني؟


د امريکا د ولسمشرۍ ټاکنو د پايلو تر اعلان وروسته، ډونالډ ټرمپ لا هم دغه پايلې نه دي منلي او خپل ځان بریالی ګڼي.

ټرمپ تېره شپه په يوه ټويټ کې ليکلي، سره له دې چې ډېری تلوېزونونو د نوموړي د ماتې اټکل کړی، خو بالاخره به دی ګټونکی شي.

هغه په دې باور دی، چې په ټاکنو کې درغلي شوې.

ټرمپ ويلي، راتلونکو څو ورځو کې به د تيرو ټاکنو په اړه ځينو محکمو ته مخه کړي ترڅو ټاکنو کې د ادعا شوو درغليو پلټنه وکړي حال داچې تر دې دمه يې ټاکنو کې درغلی لپاره کوم ثبوت ندی وړاندې کړی.

په ورته وخت کې جو بايډن په تازه خبري کنفرانس کې ویلي دي چې ټرمپ د درغلۍ ادعاوې کوي خو له دې ادعاوو سره نوموړي ته په کار ده چې ژر تر ژره د واک لېږد ته تیاری ونیسي.

د هغه په خبره د ټرمپ له لوري د ماتې نه منل د شرم وړ خبره ده او خپل حیثیت نور هم خرابوي.

بایډن دغه راز زیاته کړې چې دده ټیم دمګړی د واک د لېږد پر مسئله بوخت دی او پر دې بحثونه روان دي چې په راتلونکي حکومت کې به څوک کوم مسوولیت پر غاړه لري.

نوموړي تمه ښودلې چې ټرمپ ژر تر ژره خپله ماتې ومني او د واک د لېږد لپاره ټول رسمي مراسم ترسره کړي.

د چارو يو شمېر شنونکي ډونالډ ټرمپ يو مغرور انسان بولي او په وينا يې له همدې امله نوموړی د ځان د ماتې هيڅ اټکل نه شي کولی.

د دوی په وينا، که ټرمپ خپل سرزوريو ته همدغه ډول دوام ورکړي، ښايي د امريکا راتلونکی نظام هم له ډېرو ننګونو سره مخ شي.

جو بايډن به د امريکا د نوي ولسمشر په توګه  د ۲۰۲۱ کال جنوری مياشت پر ۲۱ نيټه د نوي ولسمشر په توګه لوړه وکړي او ټرمپ به تر يادې مودې له ټول واک سره ولسمشر وي.

  • 21 لړم 1399